۰
سرتاج عزیز:

پر تورخم به دروازه جوړېږي، که برید وشي ځواب ورکوو

يکشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۰
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز وایي، په تورخم به دروازه جوړېږي او ګواښ کوي، که برید وشو، ځواب به یې ورکړل شي.
پر تورخم به دروازه جوړېږي، که برید وشي ځواب ورکوو
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز وایي، په تورخم به دروازه جوړېږي او ګواښ کوي، که برید وشو، ځواب به یې ورکړل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې عزیز دغه څرګندونې د بي بي سي له اردو څانګې سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې که هر هېواد پر موږ برید وکړي پاکستان به یې ځواب ورکړي.
سرتاج عزیزویلي«افغانستان غواړي موږ د دروازې رغونه پریږدو، خو موږ دروازه په خپل حد کې رغوو او د دې لپاره له چا نه د اجازې اخیستو اړتیا نه وینو.»
د سرتاج عزیز په وینا پاکستان دغه دروازه له صفري نکتې نه ٣٠ یا ٣٥ متره خپل لوري ته رغوي او هېواد به یې دغه چاره روانه وساتي او د دواړو هېوادونو تر منځ به یې د تګ راتګ لپاره پرانیزي.
هغه زیاته کړې، چې د پولې پر سر د ترهګرۍ او قاچاق د مخنیوي له پاره باید یو سیستم وي او که دا سیستم نه وي د ترهګرۍ او قاچاق ستونزې به حل نه شي.
عزیز زیاتوي، چې د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ باید د اسنادو له لارې وشي په داسې حال کې چې دا مهال 'هره ورځ له ٤٠ تر ٥٠ زرو پورې کسان له دغې لارې بې له کومې پوښتنې، ګرویږنې او خنډه
سرتاج عزیزویلي«افغانستان غواړي موږ د دروازې رغونه پریږدو، خو موږ دروازه په خپل حد کې رغوو او د دې لپاره له چا نه د اجازې اخیستو اړتیا نه وینو.»
تګ راتګ کوي، چې په وینا یې پکې هر ډول کسان شامل دي.
د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویلي، چې د پاکستان هر ډول اقدام ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او د افغانستان یوه لوېشت ځمکه به هم پاکستان ته ورپرې نږدي.
هغه زیاتوي، چې که پاکستان په تورخم کې وروستي جنجالونه د خبرو له لارې حل نه کړي نو پر وړاندې به یې پوځي اقدام وکړي.
ښاغلي دوستم  په فاریاب کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال و ویل اوس د دې وخت رارسېدلی، چې ټول ملت د پاکستان پر وړاندې یو موټی شي.
ښاغلي دوستم په تورخم کې د جګړې پر مهال د افغان ځواکونو مېړانه او مورال وستایله او پاکستان یې د افغانستان د ازلي دښمن په نوم یاد کړ.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت به هېڅکله هم له پاکستان سره په دې موضوع معامله ونه کړي او یوه لوېشت خاوره به هم پاکستان ته پرې نږدي.
دغه راز د افغان ولسمشر لومړي مرسیتال وايي، افغان ولس او حکومت نور باید د دغه هېواد پر دروغجنو ژمنو ونه غولېږي.
ده په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې که اړتیا شي، نو زرګونه پلویان به یې د افغان ځواکونو په لیکو کې د هېواد په هره برخه کې د امنیت په ساتلو کې برخه واخلي.
ښاغلي دوستم ویلي که اړتیا پېښه شوه نو زرګونه پلویان به یې د افغان ځواکونو په لیکو کې د هېواد په هره برخه کې د امنیت په ساتلو کې برخه واخلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین