۰

د تورخم د جګړې پاکستاني قوماندان د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

سه شنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۶
د پاکستاني ځواکونه هغه قوماندان چې له افغان سرحدي ځواکونو سره یې د تورخم په جګړه کې د پاکستاني ځواکونو قومانده پر غاړه وه، د سختو ټپو له امله په روغتون کې ساه ورکړې.
د تورخم د جګړې پاکستاني قوماندان د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه
د پاکستاني ځواکونه هغه قوماندان چې له افغان سرحدي ځواکونو سره یې د تورخم په جګړه کې د پاکستاني ځواکونو قومانده پر غاړه وه، د سختو ټپو له امله په روغتون کې ساه ورکړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ دغه قوماندان میجر جواد جنګیزي نومېږي، چې د بلوچستان ایالت د کوټې اوسېدونکی وو.
پاکستانۍ رسنۍ وايي میجر جواد جګیزي وړمه ورځ په تورخم کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ټپي شوی و، چې وروسته پېښور ته د درملنې په موخه وړل شوی.
د دغه رسنیو د معلوماتو له مخې چنګیزي چې د افغان امنیتي ځواکونو په برید کې ټپي شوی وو، نن په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د یادونې وړ ده، چې پاکستاني چارواکو تېره ورځ ویلي و، چې په دغه جګړه کې یوازې یو پاکستانۍ سرتېری ټپي شوی دی.
خو ځینې سرچینې وايي، په دغه جګړه کې ۲۱ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
باید وویل شي، چې د تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ دغه نښته وړمه شپه ۹ بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل په صفري نقطه کې تاسیسات جوړ کړي، خو افغان ځواکونو یې مخه ونیوه.
د افغان ځواکونو له دې اقدام سره سم پاکستاني ځواکونو د سپکو او درندو وسلو بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شول.
په تورخم کې د سرحدي پولیسو د لوا قوماندان جنرال محمد ایوب حسن خېل وايي برید لومړی پاکستانی ځواکونو وکړه، چې د افغان ځواکونو له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شول.
د نوموړي په خبره په دغه جګړه کې دوه افغان سرحدي سرتېري شهیدان او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي پاکستاني لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړ یې کره معلومات نه لري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین