۰
د پاکستان پخوانی دفاع وزیر:

پاکستان د خپلو تېروتنو له امله د انزوا خوا ته روان دی

پنجشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۷
پخواني پاکستاني چارواکي وايي، پاکستان د خپل سیاست او تېروتنو له امله د انزاو پر پوله ولاړ دی او ښايي د انزاو خوا ته ولاړ شي.
پاکستان د خپلو تېروتنو له امله د انزوا خوا ته روان دی
پخواني پاکستاني چارواکي وايي، پاکستان د خپل سیاست او تېروتنو له امله د انزاو پر پوله ولاړ دی او ښايي د انزاو خوا ته ولاړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د پاکستان پخواني دفاع وزیر جنرال آصف یاسین ملک د جنوبي آسیا د ثبات او امنیت په اړه په یوه درې ورځې سمینار کې کړې دي.
د پاکستان نه خپرېدونکې ډان ورځپاڼه د دغه پخواني پاکستاني چارواکي له قوله ویلي، چې د سیمې
د پاکستان نه خپرېدونکې ډان ورځپاڼه د دغه پخواني پاکستاني چارواکي له قوله ویلي، چې د سیمې او نړۍ اوسنۍ فضا ته په کتو سره داسې ښکاري، چې پاکستان د خپل سیاست، تېروتنو او ځینو هېوادونو د دښمنانه سیاستونو له امله د انزوا خوا ته روان دی.
او نړۍ اوسنۍ فضا ته په کتو سره داسې ښکاري، چې پاکستان د خپل سیاست، تېروتنو او ځینو هېوادونو د دښمنانه سیاستونو له امله د انزوا خوا ته روان دی.
جنرال یاسین ملک دغه څرګندونې د چابهار بندر ته په اشارې سره کړي او ویلي یې دي، چې د افغانستان، هند او ایران یووالي د پاکستان د امنیت له پاره ګواښ دی.
که څه هم دغه پخواني پاکستاني چارواکي د خپل هېواد د تېروتنو په اړه څه ونه ویل، خو ښکاري، چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د دوه مخې پالیسې او په افغانستان کې د ترهګرو د ملاتړ له امله تر نړیوال فشار لاندې دی.
پاکستاني چارواکي د چابهار بندر په اړه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د یاد بندر د پرانستې پر مهال د افغانستان، هند او ایران مشرانو وویل، چې دغه بندر یې کوم هېواد د ګواښ له پاره نه بلکې د اقتصادي پراختیا له پاره پرانستی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د دې بندر د پرانستې په مراسمو کې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړی وزیر نریندرا
جنرال یاسین ملک دغه څرګندونې د چابهار بندر ته په اشارې سره کړي او ویلي یې دي، چې د افغانستان، هند او ایران یووالي د پاکستان د امنیت له پاره ګواښ دی.
مودي هم شتون درلود، وویل چې د چابهار بندر د هېڅ هېواد په زیان نه دی.
ویل کېږي، چې د چابهار بندر پرانستلو پاکستان ډېر منفي اغېز کړی او دې کار په ځواب کې یې پر افغانستان د یو لړ فشارونو هڅې پیل کړې.
شنوونکي د پاکستان له خوا د افغانانو پر وړاندې د تورخم پولې بندېدا هم له چابهار بندر سره تړلې بولې او وايي پاکستان هڅه کوي، د خپلو شومو غوښتنو له پاره پر افغان حکومت فشار راوړي.
باید وویل شي دا نه یوازې پخواني پاکستاني چارواکي دي، چې د پاکستان پر تېروتنو او د انزوا حالت ته پر تګ اعتراف کوي، بلکې لوېدیځوال هم پاکستان له تېروتنو او د انزوا حالت یادونه کوي.
د امریکا دفاعي استخباراتو د ادارې پخوانی رييس جنرال مایکل فلین هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان دوه مخې پالیسي
هغه زیاته کړې« د پاکستان نفوس د افغانستان د وګړو ۵ برابره زیات دی، ځکه موږ تر افغانستان د دې جګړې له کبله د پاکستان په ډوبېدو زیات اندېښمن یوو.»
لري، هم د طالبانو ملاتړ کوي او هم په ظاهره په سیمه کې د امریکا سیاستونه تاییدوي.
فلین له الجزیرې تلوېزیون سره په یوه بحث کې زیاته کړې، چې یقیناً پاکستان دوه مخې لوبه کوي، ځکه چې د پاکستان د ملي امنیت ګټې د امریکا له هغو سره سر نه خوري.
نوموړي وايي، د امریکا متحده ایالات د ترهګرو او سختدریځه ډلو له لوري د راولاړو شویو بې ثباتیو له امله د پاکستان د سقوط په اړه اندېښنه زیاته اندېښنه لري.
هغه زیاته کړې« د پاکستان نفوس د افغانستان د وګړو ۵ برابره زیات دی، ځکه موږ تر افغانستان د دې جګړې له کبله د پاکستان په ډوبېدو زیات اندېښمن یوو.»
ده دا هم ومنله چې هم امریکا او هم آی ایس آی د خپلو خپلو ملي ګټو په خاطر په د بېلوبېلو افغان ډلو ملاتړ کوي.
جمهورآژانس:
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین