۰
راحیل شریف:

د بې پیلوټه الوتکو بریدونه به د سولې روان بهیر ته زیان ورسوي

چهارشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۱۴
د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د امریکا له خوا د پاکستان په بلوچستان کې د بې پیلوټه الوتکې پر برید سخت غبرګون ښودلی دی.
د بې پیلوټه الوتکو بریدونه به د سولې روان بهیر ته زیان ورسوي
د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د امریکا له خوا د پاکستان په بلوچستان کې د بې پیلوټه الوتکې پر برید سخت غبرګون ښودلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان د بلوجستان ایلات د دالبندین په احمدوال سیمه کې د وسله والو طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په نښه او و واژه.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف دغه ډول بریدونه د دواړو هېوادونو اړيکو او د سيمې د ثبات په لړ کې د سولې روان بهير ته تاواني بللي دي.
د پاکستان د پوځ له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، راحیل شریف دغه څرګندونې نن په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندان کې امریکا له سفیر ډیویډ هیل سره د کتنې پر مهال وکړې.
سرچینه زیاتوي، چې شریف په اسلام آباد کې د امریکا سفیر ته په دغه برید سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دغه ډول بریدونه به د دواړو هېوادونو اړیکو او د سیمې د ثبات له پاره د سولې روانو هلو ځلو ته زیان ورسوي.
باید وویل شي، چې د پاکستان لومړي وزیر، بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو هم د امریکا پر دغه برید سخت غبرګون ښودلی او دا یې پر خپلې ځمکنۍ بشپړتيا تېرى بللى و .
دا په داسې حال کې دهو چې د پاکستان نه خپرېدونکې دې نیوز ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د طالبانو د مشر ملا اختر منصور د وژل کېدو د تاییدولو ترڅنګ ویلي؛ امریکايي ځواکونه به بیا هم په پاکستان کې ګواښونو پسې لاړ شي.
ورځپاڼه زیاتوي؛ سپینې ماڼې په یوې اعلامیې کې ویلي؛ موږ د هغه سازمان مشر لمنځه یوړ چې په افغانستان کې پر امریکايي او ایتلافي ځواکونو بریدونه کوي او له القاعدې سره یې ځان تړلی دی.
دې نیوز لیکي؛ سپینې ماڼې ویلي چې موږ به د ترهګرو شبکو پرضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړو او له پاکستان سره به د ګډو اهدافو په برخه کې کار وکړو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین