۰

کابل کې ځانمرګي برید ۱۰ تنه و وژل

چهارشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۸
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په پلازمېنه کابل کې د میدان وردګو ولایت د استناف محکمې د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی برید شوی دی.
کابل کې ځانمرګي برید ۱۰ تنه و وژل
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په پلازمېنه کابل کې د میدان وردګو ولایت د استناف محکمې د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی برید شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سهار ۸:۳۰ بجې د پلازمېنې کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ د سردار محمد داودخان ښارګوټي کې رامنځ ته شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وايي، برید د میدان وردګو ولایت د څارنوالی د کارکوونکو په موټر رامنځ ته شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې لس تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي، چې ټول ولسي وګړي دي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې برید کوونکي د ځانمرګي واسکټ په درلودلو سره په دغه موټر برید کړی دی.
سرچینې هم ویلي، چې په دغه برید کې لس تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي، په برید کې دغه موټر په مکمله توګه له منځه تللی او هغه کسان چې په کې سپاره و، ټول وژل شوي دي.
ویل کېږي سیمه دا مهال د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او ان رسنیو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.
تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین