۰

افغان ولسمشر وايي، ملا منصور وژل شوی دی

يکشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د تېرې شپې په برید کې وژل شوی دی.
افغان ولسمشر وايي، ملا منصور وژل شوی دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د تېرې شپې په برید کې وژل شوی دی.
په ورته
په ورته وخت کې افغان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم نن د وزیرانو شورا په غونډه کې پر ملا منصور د برید پخلی وکړ او ویې ویل، چې ډېر امکان لري ملا منصور په دغه برید کې وژل شوی وي.
وخت کې افغان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم نن د وزیرانو شورا په غونډه کې پر ملا منصور د برید پخلی وکړ او ویې ویل، چې ډېر امکان لري ملا منصور په دغه برید کې وژل شوی وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت وايي، پر ملا منصور یې تېره شپه افغانستان او پاکستان پر پوله برید کړی دی.
په ورته وخت کې امریکايي چارواکو ویلي پر ملا منصور دغه برید د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په اجازه شوی او ملا منصور په کې له یو بل طالب مشر سره وژل شوی دی.
دغه چارواکي د عملیاتو د جزیاتو په اړه یې اجازه
دغه چارواکي د عملیاتو د جزیاتو په اړه یې اجازه نه درلوده، زیاته کړې، چې برید د احمدوال ښارګي په جنوب لوېدیځ کې هغه مهال شوی، چې ملا اختر محمد منصور او یو بل تن په موټر کې سپاره و، او ښايي وژل شوي وي.
نه درلوده، زیاته کړې، چې برید د احمدوال ښارګي په جنوب لوېدیځ کې هغه مهال شوی، چې ملا اختر محمد منصور او یو بل تن په موټر کې سپاره و، او ښايي وژل شوي وي.
که څه هم تر اوسه طالبانو د ملا منصور د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو یوه لوړ پوړي طالب قوماندان ملا عبدالروف هم د ملا منصور د وژل کېدو پخلی کړی دی.
ملا عبدالرووف اسوشیټیډ پرس خبري اژانس ته منلې چې د دې ډلې مشر ملا اختر منصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې وژل شوی دی.
امریکايي چارواکی وايي، له ملامنصور سره په دغه برید کې د کندوز له پاره د طالبانو نومول شوی والي ملا
ملا عبدالرووف اسوشیټیډ پرس خبري اژانس ته منلې چې د دې ډلې مشر ملا اختر منصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې وژل شوی دی.
سلام هم وژل شوی دی.
د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې ريیس جان مکین ویلي، په دې خوښ دی چې منصور له منځه تللی خو په وینا یې د طالبانو خلاف د نړیوال ايتلاف حملې باید زیاتې شي.
په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو هم ویلي، چې پر ملا اختر محمد منصور بې پیلوټه الوتکې برید کړی او وژل شوی دی.
دغه رسنیو ځینې تصویرونه هم نشر کړي، چې تابوتونه په کې ښکاري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین