۰

کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یو بهرنی ساتونکی وژل شوی

شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۵
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان پلازمېنه کابل کې یې د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) یو بهرنی ساتونکی د یوه وسله وال کس له خوا وژل شوی.
کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یو بهرنی ساتونکی وژل شوی
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان پلازمېنه کابل کې یې د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) یو بهرنی ساتونکی د یوه وسله وال کس له خوا وژل شوی.
په کابل کې د ملګروملتونو د یوناما دفتر نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه تېره ورځ په کابل کې رامنځ ته شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یوه وسله وال کس له لوري په برید کې یو بهرنی ساتونکی وژل شوی او بل ټپي شوی دی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې د نیپال رسنیو ویلي، چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې د دوی وګړی چې د ملګرو ملتونو په یوناما دفتر کې یې کار کولو په ډزو وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د نیپالي رسنیو د معلوماتو له مخې برید کوونکی هم د نورو نیپالي ساتونکو له خوا په ډزو ټپي شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست هم د پېښې پخلی کړی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند په کلاچه سیمه کې هم یو تن تقاعد قاضي د ناپېژانده وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین