۰

د استاد سیاف کور ته څېرمه راکټي بریدونه شوي

شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۷
امنیتي او استاد سیاف ته نېږدې سرچینې وايي، د پخواني جهادي رهبر او د حراست او ثبات د شورا مشر استاد عبدالرب الرسول سیاف پر کور راکېټي توغول شوي.
د استاد سیاف کور ته څېرمه راکټي بریدونه شوي
امنیتي او استاد سیاف ته نېږدې سرچینې وايي، د پخواني جهادي رهبر او د حراست او ثبات د شورا مشر استاد عبدالرب الرسول سیاف پر کور راکېټي توغول شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یوې امنیتي سرچینې د دغه پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې راکېټ د استاد سیاف کور ته نېږدې لګېدلي خو مرګ ژوبله نه لري.
په ورته وخت کې استاد سیاف ته یوې نېږدې سرچینې فهیم کوهداماني هم ویلي، چې دوه فیره راکېټ په پغمان ولسوالۍ کې د استاد سیاف کور ته نېږدې لګېدلې دي.
تر اوسه د دغه راکېټي بریدونو مسؤولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم کابل پولیسو په دې اړه څه نه ویلي.
دا په تېره یوه اوونۍ کې دوهم ځل دی، چې په پغمان ولسوالۍ کې د استاد سیاف پر کور راکېټي بریدونه کېږي.
باید وویل شي، استاد سیاف یو له هغه کسانو دی، چې د دولت پر وسله والو مخالفینو سختې نیوکې کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین