۰

غزني کې ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۹
امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې یې د وسله والو طالبانو بریدونه پر شاه تمبولي او درنده مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
غزني کې ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې یې د وسله والو طالبانو بریدونه پر شاه تمبولي او درنده مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني ولایت امنیه قومانداني زیاتوي، چې وسله والو تېره شپه د یاد ولایت په څلور ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې له ماتې سره مخ شول.
د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، طالبانو په قرباغ، مقر، اندړو او ګیرو ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
نوموړي زیاته کړه، چې په ټولو بریدونو کې طالبان په شاه تمبول شوي او د پاکستانیانو په ګډون یې ۵۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ښاغلي امرخېل په وینا چې قرباغ ولسوالۍ کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې په ګیرو ولسوالۍ کې بیا د یادې ولسوالۍ له پاره د طالبانو د نظامي مسؤول ملا تراب چې په ګډون ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د غزني امنیه قوماندان زیاتوي، چې په اندړو ولسوالۍ کې د جګړې په ترڅ کې ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپیان شوي.
دی وايي، په مقر ولسوالۍ کې هم دوه وسله وال وژل شوي او درې تنه نور یې ټپيان شوي دي.
جنرال امرخېل وايي، په دې ټولو جګړو کې یوازې دوه تنه پولیس وژل شوي دي، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په میدان وردګو او غزني ولایتونو کې ۱۰۲ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین