۰

د استاد سیاف پر کور راکټي برید شوی

يکشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۵
رپوټونه وايي، د پلازمېنې کابل په پغمان ولسوالۍ کې د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف پر کور راکټي برید شوی دی.
د استاد سیاف پر کور راکټي برید شوی
رپوټونه وايي، د پلازمېنې کابل په پغمان ولسوالۍ کې د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف پر کور راکټي برید شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي سیاف نېږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې راکټونه تېره ورځ د استاد سیاف په کور توغول شوي، خو د زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.
دغه سرچینو دا هم زیاته کړې، چې دغه راکټونه د وسله والو طالبانو له خوا ویشتل شوي خو دا یې نه دي ویلي، چې څو راکټ ویشتل شوي دي.
د افغانستان امنیتي ادارو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي استاد سیاف یو له هغه کسانو دی، چې پر وسله والو طالبانو سختې نیوکې کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین