۰

کنړ کې ۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۵
امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په کنړ ولایت کې د وسله والو طالبانو یو برید پر شاه تمبولی او د پاکستانیو په ګډون یې ۷ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې.
کنړ کې ۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په کنړ ولایت کې د وسله والو طالبانو یو برید پر شاه تمبولی او د پاکستانیو په ګډون یې ۷ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جګړه تېره شپه د کنړ ولایت په ناړې ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې طالبانو د افغان پوځ پر یوه پوسته برید کړی.
د کنړ د امنیې قوماندانۍ مرستیال سید مقصود پاچا وايي وسله والو د ناړې ولسوالۍ د جنګل پوشه په سیمه کې د ملي اردو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.
نوموړي وویل چې د وسله والو له برید سره سم افغان پوځیانو هم په ځوابیه برید لاس پورې کړ چې په ترڅ کې یې دوه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې په وژل شویو پاکستاني طالبان هم دي او په دغه جګړه کې افغان پوځیانو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
بل خوا طالبانو د جګړې او د خپل یوه ملګري د وژل کېدو پخلی کړی خو وایي په برید کې یې ۱۱ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهورآژانس:کنړ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین