۰

د تورخم لار پرانستل شوه

شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۶
په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال وايي، پاکستان سره د تورخم دروازې د ستونزې د حل په اړه موافقه وشوه.
د تورخم لار پرانستل شوه
په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال وايي، پاکستان سره د تورخم دروازې د ستونزې د حل په اړه موافقه وشوه.
د جمهورآژانس د خبر له مخې زاخېوال زیاتوي، چې په دې اړه یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره وکړې او هغه خپلو ځواکونو ته امر وکړ، چې سمدستي پوله خوشې کړي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي چې راحیل شریف ژمنه ورکړه چې له دې وروسته به د نورو مسلو پر سر تورخم یا کومه بله سرحدي لار نه بندوي.
په ورته وخت کې په تورخ کې عیني شاهدان هم وايي، چې لار اوس د مسافرو پر مخ پرانستل شوې ده.
باید وویل شي، چې د تورخم دروازه د تېرې چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې وتړل شوه، چې پاکستاني ځواکونو په صفري نقطه کې غوښتل یوې پوستې ته جال واچوي، خو افغان ځواکونو یې مخه ونیوله.
تر دې وروسته پاکستاني لورې دروازه د مسافرو او موټر پر مخ وتړله، چې سلګونه کسان یې د دروازې دېخوا او هغې خوا ته له ستونزو سره مخ شول.
د دروازې په تړلو سره د دواړو لورو ځواکونو حالت تر دې حده ترینګلي شول، چې دواړو خواو پولو ته شوبلې وروستې او یو بل ته ګوته په ماشه و.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین