۰

کندهار کې یو طالب قوماندان او د وسلو پټنځایونه نیولي

سه شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۰
چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان او د وسلو دوه زېرمې نیولې.
کندهار کې یو طالب قوماندان او د وسلو پټنځایونه نیولي
چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان او د وسلو دوه زېرمې نیولې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوی طالب قوماندان رحمت الله نومېږي او د کندهار په ژړۍ، میوند او ځینو نورو ولسوالیو کې یې د دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.
په ورته وخت کې خبرپاڼه وايي، نیول شوي کس په یادو دوه ولسوالیو کې د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه هم درلودل، چې موضوع د ملي امنیت ریاست تر اوپراتیفي کار لاندې وه.
سرچینه زیاتوي، چې تر کشف او تثبیت وروسته د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د وسلو او مهماتو دغه پټنځایونه ونیول شول.
خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د وسلو په دې پټنځایونو کې ۵۱ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه، ۱۵۰ عدده د ماین ریموټ کنټرولونه، ۷ کړۍ لاسي بمونه، درې پایې مخابرې، یو میل امریکايي تومانچه، ۲۵ فیره د راکټ مرمۍ، یو میل پیکا، یو میل ار بي ټي ماشیندار او ۲۴۰ فیره د پيکا مرمۍ موجودې وې، چې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې نیول شوي کس په خپلو جرمنو اعتراف کړی، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین