۰
پاسوال فروغ:

افغان ځواکونه کولای شي له خپلې خاورې او ملي حاکمیته دفاع وکړي

چهارشنبه ۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۰
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو درستیزوال پاسوال عبدالفتاح فروغ وايي، امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې تر څو د هر ډول تېري په صورت کې تیري کوونکو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
افغان ځواکونه کولای شي له خپلې خاورې او ملي حاکمیته دفاع وکړي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو درستیزوال پاسوال عبدالفتاح فروغ وايي، امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې تر څو د هر ډول تېري په صورت کې تیري کوونکو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي فروغ او ورسره امنیتي پلاوي دغه څرګندونې د افغانستان ختیځ زون ننګرهار او کنړ ته د سفر پر مهال وکړې.
ختیځ ته د دغه تللي امنیتي پلاوي موخه په ټول کې د امنیتي جاج اخیستل او په ځانګړي ډول د پاکستان له لوري د ډېورنډ کرښې د پورې غاړې د بریدونو په اړه ده.
په همدې اړه په کنړ کې د یوې غونډې پر مهال پر امنیتي وضعیت او د پاکستاني ځواکونو له لوري د بریدونو او دغه راز د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د لا ښې همغږۍ په اړه خبرې اترې وشوې.
د کنړ ولایتي او امنیتي چارواکو په دې غونډه کې د هغه بریدونو تېریو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې په دې وروستیو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري تر سره شوي.
د رپوټونو تر اورېدلو وروسته د سرحدي پولیسو درستیزوال ډاډ ورکړل، چې افغان امنیتي ځواکونه خورا پیاوړي او په هر حالت کې کولای شي له خپلې خاورې او میلي حاکمیت څخه په مېړانه دفاع وکړي او د پردیو تېریو مخه ونیسي.
نوموړي و ویل، امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې، چي د تېریو د بیا تکرار په صورت کي تېري کونکو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
باید وویل شي، چې د سرحدي ځواکونو درستیزوال د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالی د انارګي په سیمه کې د سرحدي ځواکونو او یو شمیر قومي مشرانو سره هم لیدنه وکړه او د سیمې د اوسېدونکو ستونزې یې له نژدې واورېدلې.
جمهورآژانس:کنړ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین