۰

پکتیکا کې یو تښتول شوی صراف راخوشی شو

شنبه ۱ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۴
په پکتیکا ولایت کې د ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ د منسوبینو په هڅو یو تن تښتول شوی صراف د سړي تښتوونکو له منګولو راخلاص شو.
پکتیکا کې یو تښتول شوی صراف راخوشی شو
په پکتیکا ولایت کې د ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ د منسوبینو په هڅو یو تن تښتول شوی صراف د سړي تښتوونکو له منګولو راخلاص شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه صراف چې حاجي بازګل نومېږي څلور ورځې وړاندې د مرکز ښرني په ښار کې د نامالومو کسانو لخوا وتښتول شو.
په همدې اړه یو لړ مراسم نیول شوي وو، چې په کې د پکتیکا والي امین الله شارق،امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد، د ملي امنیت ریاست مرستیال ډګروال بختیار، د ولایتي شورا رییس بخیتار ګل همت ځدراڼ،قومي مشرانو،دیني عالمانو،ځوانانو،د رسنیو خبریالانو او د حاجي باز ګل د کورنۍ غړو ګډون کړی وو.
د پکتیکا والي امین الله شارق د پکتیکا د ولسونو په استازېتوب د ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ له تکړه،زړورو او په هیواد،دین،خاوره مینو افسرانو،سرتیرو او د دوی له قوماندانانونو څخه مننه وکړه چې د حاجي باز ګل په خوشي کیدو کې یې هلې ځلي وکړي.
ښاغي شارق د پکتیکا ولایت له دیني عالمانو او قومي مشرانو څخه هم مننه وکړه چې د بازګل د خوشي کېدو په اړه یې په وخت له امنیتي ځواکونو سره خپل معلومات شریکول.
نوموړي وویل هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د پکتیکا سوادګر وځوروي او په ټولو پکتیکا والو یې غږ وکړ چې خپلې چارې په ډاډه زړه مخ ته وړي.
په ورته وخت کې د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد هم د دیني عالمانو،قومي مشرانو او ځوانانو څخه مننه وکړه چې تل یې د امنیتي ځواکونو ملا تړلې.
نوموړي هم په خپلو خبرو کې پکتیکاوالو ته ډاډ ورکړ چې هېڅوک نشي کولای چې د پکتیکا امنیت خراب کړي.
جمهور آژانس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین