۰

لوګر کې د طالبانو یو ولسوال او یو امنیه قوماندان وژل شوي

سه شنبه ۱ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۷
چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو ولسوال او یو امنیه قوماندان له پنځه نورو سرګروپانو سره وژل شوي دي.
لوګر کې د طالبانو یو ولسوال او یو امنیه قوماندان وژل شوي
چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو ولسوال او یو امنیه قوماندان له پنځه نورو سرګروپانو سره وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه وسله وال تېره ورځ مازیګر مهال د څرخ ولسوالۍ په شیخانو کلي کې وژل شوي دي.
سرچینه وايي، افغان ځواکونو په یاده سیمه کې عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې
سرچینه وايي، افغان ځواکونو په یاده سیمه کې عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو ولسوال مولوي اسدالله، امنیه قوماندان قاري شریف، او پنځه تنه سرګروپان، هر یو ملاقدیر، ملامزمل، ملا رهبر، ملا احمد او فضل د ملا فقیر محمد زوی و وژل شول.
د وسله والو طالبانو ولسوال مولوي اسدالله، امنیه قوماندان قاري شریف، او پنځه تنه سرګروپان، هر یو ملاقدیر، ملامزمل، ملا رهبر، ملا احمد او فضل د ملا فقیر محمد زوی و وژل شول.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو وژل شوی ولسوال مولوي اسدالله د ګرم اب کلي اوسېدونکی او امنیه قوماندان قاري شریف د پنګرام د کلي اوسېدونکي دي.
دغه راز په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو له لوري درې تنه ولسي وګړي چې یو ماشوم، یوه مېرمن او یو سپین سړی دی هم وژل شوي او دوه تنه نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تیره شپه د مرکز مربوط د سپیس په کلي کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا یو لړ عملیاتو ترسره شوي دي.
سرچینه کاږي، چې په دې عملیاتو کې یوموټر ډاټسن، درې سوه کیلوګرامه چرس، دوه حلقه د بوشکې ماینونه، یو فیر مزایل مرمۍ، درې فیره دهاوان مرمۍ، یوه مخابره او یوشمېر نور مواد د دوی لاسته ورغلي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین