۰
قربان قُلي بیردي محمداوف:

ترکمنستان حاضر دی د افغانستان سولې کوربه و اوسي

شنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۱
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمداوف وايي، هېواد یې حاضر دی، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان د سولې د خبرو کوربتوب وکړي.
ترکمنستان حاضر دی د افغانستان سولې کوربه و اوسي
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمداوف وايي، هېواد یې حاضر دی، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان د سولې د خبرو کوربتوب وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي محمداوف دا خبره د بې پرې توب پالیسي په نوم د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره د نړیوال کنفرانس په پرانستونکې غونډه کې وکړه.
نوموړي
په ورته وخت کې د ترکمنستان ولسمشر زیاته کړه، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د جوړولو کار عملي پړاو ته رسېدلی او ترکمنستان به سبا یکشنبې د دې پایپ لاین د خپلې برخې کار پیل کړي.
په خپلو خبرو کې وویل، چې ترکمنستان چمتو دی، چې د ملګروملتو تر چتر لاندې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل کوربه واوسي.
د ترکمنستان د افغانستان د سولې په اړه کوربتوب ته په داسې حال کې چمتوالی نیسي، چې افغان او پاکستاني چارواکو دوه ورځې وړاندې په اسلام آباد کې د اسیا زړه کنفرانس څخه وروسته توافق وکړ، چې په راتلونکو دوه اوونیو کې به د سولې خبرې بیا پیل کړي.
په ورته وخت کې د ترکمنستان ولسمشر زیاته کړه، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د جوړولو کار عملي پړاو ته رسېدلی او ترکمنستان به سبا یکشنبې د دې پایپ لاین د خپلې برخې کار پیل کړي.
ټاکل شوې ده چې د ټاپي پروژې د جوړولو کار سبا د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د مشرانو له لوري پرانستل شي.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین