د میدان وردګو والي حیات الله حیات وايي، که د سیداباد د پېښې اصلي عاملینو ته سزا ورنه کړل شي، له خپلې دندې به استعفا وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې والي دغه څرګندونې تېره ورځ د یاد ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مدني ټولنو له غړو سره په غونډه کې وکړې.
ښاغلي حایت وویل، چې تراوسه
ښاغلي حایت وویل، چې تراوسه د یادې پېښې په تړاو ۶ کسان نیول شوي، چې ۴ یي نیغ په نیغه داوتړیو په پېښه اودوه نور يي د خلکو په ځورونه کې لاس لري.
د یادې پېښې په تړاو ۶ کسان نیول شوي، چې ۴ یي نیغ په نیغه داوتړیو په پېښه اودوه نور يي د خلکو په ځورونه کې لاس لري.
حیات وايي یادو کسانو ته به د قانون په چوکاټ کې سزا ورکړي او په وینا یې که چېرته دغه کسان مجازات نشي نو دی به د خپلې دندې څخه لاس په سر شي.
په ورته وخت کې د وژل شوی ماشومانو کورنۍ هم له حکومته د خپلو بچیانو قاتیلینو ته سزا غواړي.
باید وویل شي، چې د میدان وردګو په سید اباد ولسوالۍ د اوتړو په سیمه کې د تېرې جمعې په ورځ د ملي اردو د یوه توغول شوي توغندي له امله ۹ و وژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول، چې ډېری یې ماشومان وو.
جمهور آژآنس:میدان وردګ