۰

تخار کې د طالبانو د وسلو د تمویل او د عشر راټولو مسؤولان ونیول شول

دوشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۴
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، امنیتي ځواکونو په تخار ولایت کې وسله والو طالبانو ته د وسلو د تمویل او دغه راز د عشر راټولو مسؤولان نیولي دي.
تخار کې د طالبانو د وسلو د تمویل او د عشر راټولو مسؤولان ونیول شول
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، امنیتي ځواکونو په تخار ولایت کې وسله والو طالبانو ته د وسلو د تمویل او دغه راز د عشر راټولو مسؤولان نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، معراج الدین چې په دغه ولایت کې طالبانو ته د وسلو د اخستلو او تمویل مسؤول و، د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې په دغه ولایت کې ونیول شو.
سرچینه وايي، معراج الدین په خپلو څرګندونو کې اعتراف کړی، چې غوښتل یې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو له پاره وسلې وپېري.
د هغه په وینا د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ له پاره طالبانو ولسوال ده ته دوه لکه ۲۹ زره افغانۍ او ۱۷۰۰ امریکايي ډالر ورکړي و، تر څو وسلې ورته واخلي.
دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې ملي امنیت ځواکونو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د عشر او ذکات د راټولو مسؤول هم نیولی دی.
خبرپاڼه کاږي، چې نیول شوی کس محمد حبیب نومېږي او هغه مهال د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو، چې د یادې ولسوالۍ له خلکو یې ۲۴۰ منه مۍ او ۱۴ منه کنجد راټول کړي وو.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:تخار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین