۰

ننګرهار کې ولسونو د ملېشو جوړولو مخالفت وکړ

پنجشنبه ۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۳
د ننګرهار ولایت د ګڼو ولسونو استازو د یوې غونډې په ترڅ کې نه یوازې د خپلو سرو ملېشو جوړول په کلکه وغندل بلکې سخت مخالفت یې هم ورسره څرګند کړ.
ننګرهار کې ولسونو د ملېشو جوړولو مخالفت وکړ
د ننګرهار ولایت د ګڼو ولسونو استازو د یوې غونډې په ترڅ کې نه یوازې د خپلو سرو ملېشو جوړول په کلکه وغندل بلکې سخت مخالفت یې هم ورسره څرګند کړ.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ولسونو سلګونه استازي چې تېره ورځ په یوه غونډه کې راټول شوي وو، د افغان ځواکونو میړانه وستایله او ویې ویل، چې دوی د خپلو امنیتي ځواکونو تر شاه ولاړ دي.
دغه ولسي استازو دا هم وویل، چې افغان ځواکونه هر ډول دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکولای شي، نو په دې اساس د خپل سرو ملېشو جوړولو ته هېڅ اړتیا نشته.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون خان مومند په غونډه کې وویل،
دغه ولسي استازو دا هم وویل، چې افغان ځواکونه هر ډول دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکولای شي، نو په دې اساس د خپل سرو ملېشو جوړولو ته هېڅ اړتیا نشته.
چې په ننګرهار ولایت کې امنیتي ځواکونو پخپلې مېړانې سره د داعش وسله وال ډله ځپلې او دغه ډله د مګړۍ د اچین ولسوالۍ سرحداتو ته غونډه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان دښمن یو دښمن دی، خو په بېلا بېلو نومونو سره غواړي، خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.
ښاغلي مومند وویل چې افغان ځواکونو تل د دښمن پر وړاندې سینه سپر کړې او هغوی ته یې کلک ځواب ورکړي، چې ولسونه یې باید تر شاه ودرېږدي.
د ولسي جرګې دغه استازي، له ولسونو وغوښتل، چې د دوربابا، کوټ، کامې، ګوشتې او دره نور ولسوالیو په څېر دې د قومي تړون له مخې د خپلو سیمو د امنیت په ساتنه کې د وسله وال پوځ سره اوږده په اوږه همکاري وکړي.
د هغه په وینا د ننګرهار ولسونو تل د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی او هېڅ وخت نه غواړي، چې خپل سرې لښکرې او یا ملېشې په دې ولایت کې جوړې شي.
هغه د ولسمشر څخه غوښتنه وکړه، چې د شخصي ملیشو جوړونې د مخنیوي ترڅنګ د غه څرګندونو په اړه
نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان دښمن یو دښمن دی، خو په بېلا بېلو نومونو سره غواړي، خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.
سپیناوی وکړي،چې د ننګرهار امنیتي ځواکونو په اړه شوي دي.
په دغه غونډه کې قومي مشر او د اجرائیه ریاست سلاکار انجینرمحمد امان خیري وویل چې پخوا هم د ننګرهار ولسونو د خپل سرو ملیشو جوړونې مخالفت کړی او د مګړۍ هم موږ د ملیشو جوړونې مخالف یو.

نوموړي زیاته کړه، که د ننګرهار ولایت چارواکي وغواړي، نو ولسونه د قانون په چوکاټ کې د خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه په سنګرونو کې د دښمن مقابلې ته چمتو دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري د خپلو خبرو پر مهال له امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه، خو له چارواکو یې وغوښتل، چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د سرتېرو هر ډول ستونزې حل کړي.
نوموړي وویل هر څوک د نظر څرګندولو حق لري، خو داسې نه چې ملي ارزښتونه او ملي ګټې په کې تر پښو لاندې شي.
دغه راز په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخوانۍ استازې صفیې صدیقي د داعش پر وړاندې د افغان ځواکونو د پرمختګونو او
ه دغه غونډه کې قومي مشر او د اجرائیه ریاست سلاکار انجینرمحمد امان خیري وویل چې پخوا هم د ننګرهار ولسونو د خپل سرو ملیشو جوړونې مخالفت کړی او د مګړۍ هم موږ د ملیشو جوړونې مخالف یو.
کړنو ستاینه وکړه او ملیشه جوړونه یو غېرې قانوني کړنه وبلله.
د سپین غر ولسوالۍ قومي مشر ملک عثمان وایي شینواري قومونه هر ډول ستونزو او زیانونو ته چمتو دي، خو هېڅکله به ځآنونه ونه پلوري، بلکې تر خپل ملي بیرغ لاندې به و اوسېږي.
نوموړي له مرکزي حکومته وغوښتل چې د شینوارو قومونو ستونزو د څېړنې په موخه یو با صلاحیته پلاوی دغه سیمې ته راوستوي.
دیني عالم مولوی عبدالظاهر حقاني بیا په غونډه کې وویل«هر هغه څوک چې د خپل هېواد په دفاع کې خپل ژوند له لاسه ورکوي،شهید دی او په دغه هېواد کې هیڅ ډول جګړه اسلامي مشروعیت نلري، داعش او وسله وال طالبان د بې ګناه وګړو وژونکي دي، باید ټول مسلمانان د دوی له لیکو څخه خپل وروڼه، زامن او نور خپلوان راوباسي.»
په غونډه کې د ننګرهار د ملي امنیت رئیس جنرال داد محمد حریفي داعش وسله والې ډلې هڅه کوله، چې په هېواد کې د تخریبي کړنو د ترسره کولو په موخه له ننګرهار او نورو مشرقي ولایتونو څخه خپل مرکز جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونو تر اوسه پورې
نوموړي وویل هر څوک د نظر څرګندولو حق لري، خو داسې نه چې ملي ارزښتونه او ملي ګټې په کې تر پښو لاندې شي.
د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۷ سوه داعش وسله وال وژلي او د هغوی مرکزونه یې له منځه وړي.
نوموړی ډاډ ورکړ، چې وسله وال پوځ به ډېر ژر په اچین او نورو سیمو کې داعش او نورې وسله والې ډلې وځپي او سیمې به د دوی له تخریبي اعمالو څخه په بشپړ ډول پاکې کړي
د غونډې په پای کې د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د دغه ولایت د ولسونو څخه مننه وکړه،چې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د خپلو ملي امنیتي قواو څخه ستاینه او دوی سره یې د همکارۍ ژمنې وکړي.
ننګرهار والي زیاته کړه، چې تر دې وړاندې افغان ځواکونو د دښمن پر وړاندې په دفاعي حالات کې وو، خو د مګړۍ په پیاوړتیا سره د دښمن د ځپلو په موخه خپل عملیات ترسره کوي او هر مهال ګڼې لاسته راوړنې لري.
.
ښاغلي کندوزي خبر ورکړ،چې امنیتي قواو په حصارک، شیرزاد،خوږیاڼي، کوټ او شینوارو ولسوالیو کې د مخالفینو ځپلو په موخه عملیات
دیني عالم مولوی عبدالظاهر حقاني بیا په غونډه کې وویل«هر هغه څوک چې د خپل هېواد په دفاع کې خپل ژوند له لاسه ورکوي،شهید دی او په دغه هېواد کې هیڅ ډول جګړه اسلامي مشروعیت نلري، داعش او وسله وال طالبان د بې ګناه وګړو وژونکي دي، باید ټول مسلمانان د دوی له لیکو څخه خپل وروڼه، زامن او نور خپلوان راوباسي.»
پیل کړي، چې ډېری مخالفین یې وژلي او په اچین کې عملیات پر مخ روان دي.
نوموړي هم وویل، چې په ننګرهار ولایت کې به هېچا ته اجازه ورنکړي، چې پخپل سرې ډول په غېرې قانوني توګه وسله وال فعالیتونه ترسره کړي.
په ننګرهار کې دغه غونډه پر داسې مهال کېږي، چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي ظاهر قدیر د ولسي جرګې په غونډه کې په مرکزي حکومت سختې نیوکې وکړې او دا تور یې پورې کړ، چې ګنې په حکومت کې د ننه ځیني کسان شته چې له داعش وسله والو سره لاس لري.
نوموړي دا تور هم پورې کړ، چې د داعش قوماندانان په کابل کې دي، او سفارتونو ته تګ راتګ کوي.
خو مرکزي حکومت په تېره بیا د افغانستان د ملي امنیت شورا او امنیتي وزارتونو د ښاغلي قدیر دغه څرګندونې په کلکه رد او هغه یې د ملېشې جوړونې له پاره د لارې برابرول وبلل.
د افغانستان د ملي امنیت شورا خو دا هم وویل، چې حاجي ظاهر قدیر په دغه ډول څرګندونو سره غواړي، خپل سرې ملېشې او بانډونه جوړ او د هغوی له پاره له حکومته پیسې تر لاسه کړي.
خو حاجي ظاهر قدیر د ولسي جرګې د تېرې ورځې په غونده کې وویل، چې دی د ملېشې جوړونې په هڅه کې نه دی بلکې خبرې یې غلتې تعبیر شوې دی.
نوموړي وویل، چې دی د ملېشو مشري نه کوي، بلکې د ولسي پاڅوانونو مشري کوي او غواړي له دې لارې له داعش سره جګړه وکړي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین