۰

کابل کې دوه چاودنو ۶ تنه وژلي دي

چهارشنبه ۴ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۶:۵۹
کابل کې دوه چاودنو ۶ تنه وژلي دي
چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د دوه چاودنو له امله ۱۳ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې لومړی چاودنه تېره ورځ ناوخته د پنځمې حوزې اړوند د ښوونې او روزنې پوهنتون مخ ته هغه مهال شوې، چې د پوهنتون محصلان تازه رخصت شوي وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دې چاودنه کې ۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي او یو بل ټپي شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې چاودېدونکي توکي په یوه دیګ بخار کې ځای پر ځای شوی وو، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه یې په تور څوک نه دي نیول شوي.
صدیقي زیاتوي، چې لومړۍ چاودنه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا دریو بجو د کابل ښار ددیارلسمې حوزې اړونده د سه بانګي په سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې چاودنه د یوې سرګلولې له امله شوې چې له امله یې ۸ ماشومان وژل شوي دي.
جمهور آژنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین