۰

طالبانو د قطر د سیاسي دفتر له پاره نوی مشر ټاکلی

سه شنبه ۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۶:۵۰
پاکستاني رسنۍ وايي، وسله والو طالبانو په قطر کې د خپل سیاسي دفتره له پاره شېرمحمد عباس ستانکزی د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
طالبانو د قطر د سیاسي دفتر له پاره نوی مشر ټاکلی
پاکستاني رسنۍ وايي، وسله والو طالبانو په قطر کې د خپل سیاسي دفتره له پاره شېرمحمد عباس ستانکزی د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د قطر له سیاسي طلب دفتره د سید طیب آغا تر استعفی وروسته ښاغلی ستانکزی د دغه دفتر سرپرست وو.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي، د طالبانو یوې خبري سرچینې ورته ویلي چې عباس ستانکزی د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له لوري د دغه دفتر ريیس ټاکل شوی دی.
دغه ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې دا هم ویلي، چې عبدالله سلیم حنفي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ګومارل شوی دی.
عباس ستانکزی، چې ویل کېږي د ۵۵ او ۶۰ کلونو ترمنځ عمر لري، د طالبانو د واکمنۍ په مهال د عامې روغتیا وزارت مرستیال و.
نوموړی، چې د جهاد په کلونو کې د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي غړی و، د سیاسي علومو ماستري لري.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین