۰

وسله والو په ننګرهار کې د مخابراتي شبکو ۳ انتنونه الوځولي

دوشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۳
چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په ننګرهار ولایت کې د دریو مخابراتي شبکو درې انتنونه الوځولي او جګړه هم شوې ده.
وسله والو په ننګرهار کې د مخابراتي شبکو ۳ انتنونه الوځولي
چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په ننګرهار ولایت کې د دریو مخابراتي شبکو درې انتنونه الوځولي او جګړه هم شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په مشواڼو او شش خېلو سیمو کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو په یادو سیمو کې د اتصلاتو، ایم ټي اېن او افغان بېسیم شبکو درې انتونه الوځولي دي.
د هغه په وینا چې له پېښې سره سم پولیس سیمې ته رسېدلي، چې له وسله والو سره په نښته کېوتي او د جګړې پر مهال دوه وسله وال وژل شوي او درې پولیس ټپیان شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هلمند کې هم د وسله والو د ګواښونو له امله مخابراتي شبکو خپل فعالیت بند کړی او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین