۰

سږ کال د ننګرهار په عوائیدو کې لس سلنه لوړوالی راغلی

دوشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۲
د ننګرهار ولایت چارواکي وایي د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه ولایت په عوائیدوو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.
سږ کال د ننګرهار په عوائیدو کې لس سلنه لوړوالی راغلی
د ننګرهار ولایت چارواکي وایي د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه ولایت په عوائیدوو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ننګرهار چارواکي زیاتوي، چې ټاکل شوې، د مالي کال تر پایه دغه عواید ۱۲ میلیارده افغانیو ته لوړ شي .
ننګرهار والي ښاغلي سلیم خان کندوزي د دغه ولایت مستوفیت له لورې د مالیې ورکړه د څه لپاره ؟ تر عنوان لاندې په یوه ورځني کنفرانس کې وویل د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله د ننګرهار عواید له ټاکلې اندازې څخه لس سلنه زیات راټول شوي دي.
د ننګرهار ولایت مستوفي سرڅیړونکي محمدعالم اسحق زي وایي له دغه کنفرانس جوړونې څخه یې موخه د فساد مخنیوی او د عوایدو لوړوېدو ته زمینه برابرول دي.
نوموړي وویل، چې د نورو ولایتونو په پرتله د ټاکلې اندازې څخه د عوایدو د زیاتېدو لامل د ننګرهار ولایت د اولسونو له لورې په ښه توګه د مالیې ورکړه او د عایداتي ادارو، پانګوالو او نورو ترمنځ ښه همغږي وبلله.
د ننګرهار والي بیا وویل، چې هڅه کوو، چې په بېلابېلو ادارو کې د سیستم د لا پیاوړتیا په موخه کار ترسره کړي،ترڅو په عوایدو کې لا هم زیاتوالی راشي.
والي کندوزي هیله مندي وښوده، چې د روان مالي کال تر پایه به د ننګرهار ولایت عواید تر دولس میلیارده عوایدو هم زیات شي.
نوموړي له سوداګرو د پانګونې او له ټولو ننګرهاریانو د مالیې د ورکړې غوښتنه وکړه، چې په وینا یې په دې کار سره به له یوې خوا حکومت پیاوړی او له بلې خوا به خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین