۰

ننګرهار کې ۱۵۰ داعش وسله وال وژل شوي

يکشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۷
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش پر وړاندې د تازه پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۱۵۰ داعشیان وژل شوي او ګڼ شمېر یې ټپیان شوي دي.
ننګرهار کې ۱۵۰ داعش وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش پر وړاندې د تازه پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۱۵۰ داعشیان وژل شوي او ګڼ شمېر یې ټپیان شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې له تېرو دوه اونیو راهیسې افغان ځواکونو سخت عملیات پیل کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی
په ورته وخت کې د ننګرهار امنیتي او اچین ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، چې په اچین کې د وژل شویو داعشیانو په منځ کې یو شمېر پاکستاني پوځیان او ملېښه ځواکونه هم شته.
وايي، چې د تېرو دوه اونیو په عملیاتو کې په اچین ولسوالۍ کې ۱۵۰ داعش جګرمار وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا د دې عملیاتو پر مهال د اچین ګڼې سیمې د داعش له شتون څخه پاکې شوې او یوازې په لږو سیمو داعش کنټرول لري، چې هغه به هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې پاکې شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار امنیتي او اچین ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، چې په اچین کې د وژل شویو داعشیانو په منځ کې یو شمېر پاکستاني پوځیان او ملېښه ځواکونه هم شته.
باید وویل شي، چې د ننګرهار چارواکو وړاندې هم ویلي و، چې په اچین ولسوالۍ کې د داعش تر څنګ د پاکستان د پوځ او ملېشه ځواک سرتېري هم له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین