ننګرهار کې ۱۵۰ داعش وسله وال وژل شوي

24 عقرب 1394 ساعت 8:07

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش پر وړاندې د تازه پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۱۵۰ داعشیان وژل شوي او ګڼ شمېر یې ټپیان شوي دي.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش پر وړاندې د تازه پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۱۵۰ داعشیان وژل شوي او ګڼ شمېر یې ټپیان شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې له تېرو دوه اونیو راهیسې افغان ځواکونو سخت عملیات پیل کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي، چې د تېرو دوه اونیو په عملیاتو کې په اچین ولسوالۍ کې ۱۵۰ داعش جګرمار وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا د دې عملیاتو پر مهال د اچین ګڼې سیمې د داعش له شتون څخه پاکې شوې او یوازې په لږو سیمو داعش کنټرول لري، چې هغه به هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې پاکې شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار امنیتي او اچین ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، چې په اچین کې د وژل شویو داعشیانو په منځ کې یو شمېر پاکستاني پوځیان او ملېښه ځواکونه هم شته.
باید وویل شي، چې د ننګرهار چارواکو وړاندې هم ویلي و، چې په اچین ولسوالۍ کې د داعش تر څنګ د پاکستان د پوځ او ملېشه ځواک سرتېري هم له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 72993

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72993/

جمهور
  https://www.jomhornews.com