۰

پکتیکا کې ۸ تنه وسله وال وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۲
چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د افغان ځواکونو د یوه کمین پر مهال ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوی دي او د هغوی وسلې یې تر لاسه کړې دي.
پکتیکا کې ۸ تنه وسله وال وژل شوي دي
چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د افغان ځواکونو د یوه کمین پر مهال ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوی دي او د هغوی وسلې یې تر لاسه کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه وسله وال په وازې خوا ولسوالۍ کې وژل شوي.
سرچینه وايي، افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ په محمد خان کلي کې وسله والو ته کمین نیولی و، چې په ترڅ کې یې ۸ تنه وسله وال و وژل شول چې د دو تنو جسدونه یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کمین کې د وسله والو مخالفینو څخه دوه میله کلاشنکوفونه، ۴ کړۍ ماینونه، یوه پایه مخابره او یو عراده موټر سایکل هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې هم د دوه قوماندانانو په ګډون د ۱۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړای شوی دی.
جمهور آژآنس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین