۰

د آسیا پرمختیايي بانک،افغانستان سره ۸۵۸ میلیونه ډالر مرسته کوي

يکشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۴۷
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د آسیا پرمختیايي بانک له افغانستان سره د ۸۵۸ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده.
د آسیا پرمختیايي بانک،افغانستان سره ۸۵۸ میلیونه ډالر مرسته کوي
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د آسیا پرمختیايي بانک له افغانستان سره د ۸۵۸ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د یاد بانک چارواکو دغه ژمنه د افغانستان د مالیې وزارت له مالي مرستیال مصطفی مستور سره د لیدنې پر مهال کړې ده.
د مالیې وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت مالي مرستیال په یوه رسمي سفر مانیلا
په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د آسیا پرمختیايي بانک له افغانستان سره د ۸۵۸ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې، چې له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰ پورې (په دریو کلونو کې) به افغانستان ته ورکړل شي.
ته تللی او هلته یې د یاد بانک له چارواکو او مرستندویه هېوادونو له استازو سره کتلي دي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د آسیا پرمختیايي بانک له افغانستان سره د ۸۵۸ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې، چې له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰ پورې (په دریو کلونو کې) به افغانستان ته ورکړل شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه مرسته به د افغانستان د بنسټیزو پروژو یا ټول ګټو پروژو د پراختیا په برخه کې وکارول شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د آسیا پرمختیايي بانک چارواکو پر دې سر بېره دا ژمنه هم کړې، چې خپلو مرستو او کومکونو ته به په راتلونکو کلونو کې هم دوام ورکړي.
باید وویل شي، چې د آسیا پرمختیايي بانک یو له هغه لویو مرستندویانو څخه دی، چې په تېرو کلونو کې یې د افغانستان د بنسټیزه کارونو په برخه کې میلیونه دالر لګولي دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین