۰
جنرال مشرف:

اسامه او طالبان د پاکستان قهرمانان وو

چهارشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۵۷
د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر او متقاعد جنرال پروېز مشرف ویلي، چې اسامه بن لادن او طالبان د پاکستان قهرمانان وو.
اسامه او طالبان د پاکستان قهرمانان وو
د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر او متقاعد جنرال پروېز مشرف ویلي، چې اسامه بن لادن او طالبان د پاکستان قهرمانان وو.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې مشرف دغه څرګندونې نن په یوه ځانګړې مرکه کې له هندي ای بي ان تلوېزیون سره کړې دي او ملنې یې ده، چې هېواد یې پر نورو وسله
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي«کله چې په ۱۹۹۰ کال کې هغه مهال چې کشمیریانو د آزادۍ خوځښتونه پیل کړل، موږ ۱۲ وسله وال ډلې جوړې کړې او هغه مو تر خپلې روزنې لاندې ونیوې.»
والو ډلو لښکر طیبه ډلې ته هم روزنه ورکړې ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي«کله چې په ۱۹۹۰ کال کې هغه مهال چې کشمیریانو د آزادۍ خوځښتونه پیل کړل، موږ ۱۲ وسله وال ډلې جوړې کړې او هغه مو تر خپلې روزنې لاندې ونیوې.»
دغه راز مشرف زیاته کړې، چې حافظ سعید او ذکي الرحمن لکهوی چې د لښکر طیبه مشران دي د پاکستان قهرمانان هم دي، ځکه چې په وینا یې هغوی د پاکستان د ګټو له پاره کار کړی دی.
جنرال مشرف د افغانستان او طالبانو په اړه ویلي«موږ طالبانو ته روزنه ورکړې او د جګړې له پاره مو افغانستان ته ولېږل تر څو له روسانو سره جګړه وکړي.»
دغه راز مشرف ویلي، چې هغه مهال اسامه بن لادن، ایمن الظواهري
جنرال مشرف د افغانستان او طالبانو په اړه ویلي«موږ طالبانو ته روزنه ورکړې او د جګړې له پاره مو افغانستان ته ولېږل تر څو له روسانو سره جګړه وکړي.»
او طالبان د پاکستان له پاره قهرمانان وو، خو په وینا یې اوس حالت تغیر کړی دی.
مشرف دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تازه ویکي لیکس انټرنېټي پاڼې چې له پټو رازونو وخت ناوخت پرده پورته کوي یو لړ اسناد خپاره کړي، چې پر بنسټ یې پاکستان ځکه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کاوه، تر څو په دغه هېواد کې د هند د نفوذ مخنیوی وکړي.
دغه ویب پاڼې ویلي، چې د امریکا د هغه وخت د څارګرې ادارې مشر هغه مهال د امریکا ولسمشر اوباما ته په دې اړه معلومات ورکړي و، چې پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي له پاره د طالبانو ملاتړ کوي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین