۰

د هسپانیا د مرستیال لومړۍ وزیرې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې

سه شنبه ۵ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۶
د هسپانیا د مرستیال لومړی وزیر الوتکه چې د افغانستان پلازمېنې کابل ته په لاره د تخنیکي ستونزو له کبله بیړنۍ ناسته کړې ده.
د هسپانیا د مرستیال لومړۍ وزیرې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې
د هسپانیا د مرستیال لومړی وزیر الوتکه چې د افغانستان پلازمېنې کابل ته په لاره د تخنیکي ستونزو له کبله بیړنۍ ناسته کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه الوتکه چې د هسپانیا مرستیال صدراعظمه سورایا ساینز دي سانتا ماریا او د حکومت ویاند په کې سپره وه، تېره ورځ د ترکیې په شمال ختیځ کې په چورلو ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې.
رپوټونه وايي، الوتکه وروسته له هغې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه، چې په ماشین کې یې تخنیکي ستونزې رامنځ ته شوې.
ویل کېږي، په الوتکه کې له اغلې سانتا ماریا سره یو شمېر خبریالان هم سپاره وو.
رپوټونه زیاتوي، چې د الوتکې له کښېناستو وروسته د هغې ټوله سپرلي یوه هوټل ته بېول شوه څو الوتکه ترمیم شي او بېرته سفر ته دوام ورکړي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین