۰
دفاع وزارت:

په تېرو دوه میاشتو کې هلمند کې ۷۶۰ وسله وال وژل شوي

يکشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۷
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په هلمند ولایت کې د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې د عملیاتو او جګړې پر مهال ۷۶۰ وسله وال وژل شوي دي.
په تېرو دوه میاشتو کې هلمند کې ۷۶۰ وسله وال وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په هلمند ولایت کې د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې د عملیاتو او جګړې پر مهال ۷۶۰ وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغان پوځ له لوري خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه وسله وال د هلمند موسى کلا، ګرشک، سنګين، نادعلي، کجکي او شاوخوا نورو سيمو کې وژل شوي چې ۱۱ تنه په کې پاکستانیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وژل شويو کسانو په ډله کې د ملا سليم، ملا رحمت الله، ملا ذکي،
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وژل شويو کسانو په ډله کې د ملا سليم، ملا رحمت الله، ملا ذکي، ملا فيروز، فرهاد، ملا برهان، ملا حق يار، ملا ظاهر، ملا جانان، ملا احسان الله ، قاري ګلالي او ملا عطاالله په نومونو طالب قومندانان هم شامل دي.
ملا فيروز، فرهاد، ملا برهان، ملا حق يار، ملا ظاهر، ملا جانان، ملا احسان الله ، قاري ګلالي او ملا عطاالله په نومونو طالب قومندانان هم شامل دي.
سرچینه وايي، په دغه سیمو کې د ملي، سيمه ايزو، عامه نظم، سرحدي پوليسو او هم د پوځيانو ترڅنګ د ملي امنيت د ځواکونو سره په ګډه د ٠٤ اميد، قاطع پامير او شاهين صحرا په نومونو عمليات شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې پر دې سر بېره په دې عملیاتو کې ۲۱۷ وسله وال مخالفین ټپیان شوي او ۱۱ تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تر سره شويو عملياتو په ترڅ کې ٨٥٠ کړۍ ماينونه کشف او خنثى شوي او دغه راز یوه اندازه سپکې او درنې وسلې د افغان ګډو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي شوي.
تر اوسه وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم د هلمند په ځینو سیمو کې عملیات روان دي او افغان ځواکونه او وسله وال طالبان سره په جګړه دي.
جمهور آژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین