۰

ناټو له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

شنبه ۲ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۶
افغان ولسمشر او د ناټو سرمنشي ینز سټولټنبرګ د افغانستان د امنیتي وضیعت او له دې هېواد سره د نړېوالې ټولنې د همکاریو د دوام په اړه خبرې وکړې.
ناټو له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ
افغان ولسمشر او د ناټو سرمنشي ینز سټولټنبرګ د افغانستان د امنیتي وضیعت او له دې هېواد سره د نړېوالې ټولنې د همکاریو د دوام په اړه خبرې وکړې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ تېره ورځ له افغان ولسمشر سره تلیفوني خبرې کړې او له افغانستان سره يې د ناټو تړون د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
نوموړي په افغانستان کې د سختو حالاتو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو زړورتیا او توانمندي ستایلې ده.
د ناټو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې ینز سټولټنبرګ له ولسمشر غني سره په خبرو کې په افغانستان کې له ۲۰۱۶ کال وروسته د امریکايي سرتیرو د حضور په اړه د ولسمشر اوباما پرېکړه هم ستایلې ده.
ده زیاته کړې چې د متحده ایالاتو د ولسمشر دا پرېکړه ناټو تړون ته لاره پرانیزي چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
په کندز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د امریکايي ځواکونو هوايي برید ته په اشارې سره د ناټو سرمنشي ویلي دي؛ په دې پېښه سخت خواشیني دی او د قربانیانو له کورنیو سره په غم کې شریک دی.
د ناټو اعلامیه وايي، سټولټنبرګ د دغې پېښې په اړه د بې پرې او شفافو پلټنو د ترسره کېدو ملاتړ کړی او ټینګار يې کړی دی چې په راتلونکې کې د دا ډول پیښو د مخنیوي لپاره باید لازم تدابیر ونیول شي.
جمهور اژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین