۰
لغمان والي:

د مخالفینو جګړه له امنیتي ځواکونو سره نه، بلکې له ولس سره ده

چهارشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۲
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي وايي، چې په دغه ولایت کې د دولت وسله والو جګړه یوازې له امنیتي ځواکونو سره نه، بلکې له ولس سره هم ده.
د مخالفینو جګړه له امنیتي ځواکونو سره نه، بلکې له ولس سره ده
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي وايي، چې په دغه ولایت کې د دولت وسله والو جګړه یوازې له
لغمان والي وویل« د ژوند په هر برخه کې دغه تپل شوی جنګ د ولس د ټولو اقتصادي ګټو او پرمختګونو په زیان تمامیږي، د ابادۍ مخه په کې نیول کیږي او په تعلیمي مرکزونو باندې بد اغیز پرې باسي نو هر څوک چې دغه جنګ پر مخ وړي هغه د دې ولس دوښمن او د اسلام د مقدس دین بدنامونکی دی.»
امنیتي ځواکونو سره نه، بلکې له ولس سره هم ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي نعیمي دغه څرګندونې نن د یو شمېر قومي او جهادي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره په یوه غونډه کې وکړې.
ښاغلي نعیمي په خپلو خبرو کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د همدې ولس اولادونه دي، او پر هغوی هر ډول برید پر ولس برید دی.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د خپلو اولادونو ملا وتړي او د خپلې خاروې څخه د دفاع په خاطر له امنیتي ځواکونو سره څنګ پر څنګ دفاع وکړي.
لغمان والي وویل« د ژوند په هر برخه کې دغه تپل شوی جنګ د ولس د ټولو اقتصادي ګټو او پرمختګونو په زیان تمامیږي، د ابادۍ مخه په کې نیول کیږي او په تعلیمي مرکزونو باندې بد اغیز پرې باسي
د هغه په وینا ولس دا مهال له دوه دوله دښمن سره مخ دی یو هغه چې مخامخ ورسره جګړه کې دی او بل هغه چې د افغان ولس د اقتصادي او ملي ګټو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.
نو هر څوک چې دغه جنګ پر مخ وړي هغه د دې ولس دوښمن او د اسلام د مقدس دین بدنامونکی دی.»
د هغه په وینا ولس دا مهال له دوه دوله دښمن سره مخ دی یو هغه چې مخامخ ورسره جګړه کې دی او بل هغه چې د افغان ولس د اقتصادي او ملي ګټو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.
هغه وویل چې دواړه دښمن د خپلو موخو ته د رسېدو له پاره تبلیغات کوي او هڅه یې دا ده، چې د ولس په منځ کې منفي فکر رامنځ ته کړي.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین