۰
روسیه :

افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه د امریکا ناکامي ښيي

شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۱
روسیه وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدا پرېکړه دا په کوته کوي، چې دغه هېواد کې د امریکا په مشرۍ لودیځ ماموریت ناکام دی.
افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه د امریکا ناکامي ښيي
روسیه وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدا پرېکړه دا په کوته کوي، چې دغه هېواد کې د امریکا په مشرۍ لودیځ ماموریت ناکام دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېرې پنشنبې په ورځ له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو پر پلان کې بدلون راوست او اعلان یې
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه اقدام ښيي چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ۱۴ کلن ماموریت په افغانستان کې ناکام وو.
وکړ، چې ۵۵۰۰ سرتېري به تر نامعلومې مودې په افغانستان کې پاتې وي.
له دې وړاندې ټاکل شوې وه، چې تر ۲۰۱۶ کال پورې به د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، خو په افغانستان کې وروستیو ناامنیو ته په کتو سره امریکا په دې پلان کې بدلون راوست.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه اقدام ښيي چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ۱۴ کلن ماموریت په افغانستان کې ناکام وو.
سرچینې زیاته کړې، چې د امریکا په مشرۍ دغه ماموریت و نه شو کولی چې ترهګر او نشه یې توکي له منځه یوسي او افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنیت لپاره چمتو کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین