امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې یو ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې دوه پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، ځانمرګي بریدګر د میوند ولسوالۍ د سرهبغل په سیمه کې د تلاشۍ پوسته ته څېرمه چاودنه کړې.
د هغه په خبره په دې برید کې یوازې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې یو شمېر وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهور آژآنس:کندهار