۰

د داعش په برید کې ۷ سرحدي پولیس وژل شوي

دوشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۱۱
افغان امنیتي چارواکي وايي، په ختیځ ننګرهار ولایت کې داعش وسله والو د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته په برید کې ۹ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د داعش په برید کې ۷ سرحدي پولیس وژل شوي
افغان امنیتي چارواکي وايي، په ختیځ ننګرهار ولایت کې داعش وسله والو د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته په برید کې ۹ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي، چې داعش وسله والو تېره شپه په د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته برید کړی.
په ختیځ کې د سرحدي لوا قوماندان ولي خان شنیواری وايي، د داعش په برید سمه نښته رامنځ ته شوې، چې په کې ۷ سرحدي پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا د داعش له برید سره سم دغه پوستې ته د مرستې په موخه سیمه یزه پولیس، سرحدي پولیس او مېشت ملي پولیس د یادي پوستي د ملاتړ په موخه ورغلي او داعش وسله وال يي په شامبول دي.
ولي خان شینواری زیاتوي، چې په دې نښته کې داعش وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د همدې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې بیا د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۶ داعش وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین