۰
جنرال رازق:

که مرکزي حکومت اجازه راکړي کندوز به له طالبانو پاک کړم

يکشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۹
د جنوبي زون درستیز وال او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، که مرکزي حکومت اجازه ورکړي، چمتو دی، چې کندوز ته ولاړ شي او دغه ولایت له طالبانو پاک کړي.
که مرکزي حکومت اجازه راکړي کندوز به له طالبانو پاک کړم
د جنوبي زون درستیز وال او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، که مرکزي حکومت اجازه ورکړي، چمتو دی، چې کندوز ته ولاړ شي او دغه ولایت له طالبانو
د کندهار امنیه قوماندان وویل«زه سل فيصده اطمينان ټولو افغانانو ته ورکوم، هېڅکله به دښمن ونه توانېږي چې د هلمند او اروزګان ولايتونه ونيسي دا ولايتونه نشي سقوط کېداى، ځکه چې موږ د هغوى ريښې له منځه وړې دي.»
پاک کړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې جنرال رازق دغه څرګندونې تېره ورځ په کندهار کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې کندوز د امنیتي او ملکي مسؤولینو د بې غورۍ له امله سقوط کړی و.
دغه راز ښاغلي رازق د کندز د وسله والو له لوري د کندز د نيولو لوى لامل هلته د ډلو ټپلو، غير مسولو وسله والو او قومي تعصبونو له امله وباله او ويې ويل چې په سويلي حوزه کې يې ورته ټولې ستونزې له منځه وړي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل چې کندوز د افغانستان یو مهم ولایت دی او که مرکزي حکومت وغواړي، نو چمتو دی، چې دغه ولایت د وسله والو له منګولو وژغوري.
نوموړي په ورته وخت کې ډاډ ورکړ، چې په جنوبي
ښاغلي رازق زیاته کړه«د وسله والو طالبانو تر منځ هغه اختلافات چې په رسنيو کې ياديږي زموږ اشتبا ده او موږ بايد خپلو کارونو او فعاليتونو ته دوام ورکړو، د وسله والو طالبانو هره ډله د پاکستان له لوري حمايه کېږي خو دغه اختلافات يوازې او يوازې پر ملا اختر محمد منصور فشارونه دي.»
زون کې یې ډاډمن امنیت راوستلی او وسله وال یې سخت ځپلي دي.
جنرال رازق زیاته کړه، چې وسله والو له تېرو څو کلونو راهیسې په جنوبي زون کې خپل ټول زور وازمویه خو ونه توانېدل، چې لاس ته راوړنه ولري، بلکې سخت وځپل شول.
د کندهار امنیه قوماندان وویل«زه سل فيصده اطمينان ټولو افغانانو ته ورکوم، هېڅکله به دښمن ونه توانېږي چې د هلمند او اروزګان ولايتونه ونيسي دا ولايتونه نشي سقوط کېداى، ځکه چې موږ د هغوى ريښې له منځه وړې دي.»
ښاغلي رازق زیاته کړه«د وسله والو طالبانو تر منځ هغه اختلافات چې په رسنيو کې ياديږي زموږ اشتبا ده او موږ بايد خپلو کارونو او فعاليتونو ته دوام ورکړو، د وسله والو طالبانو هره ډله د پاکستان له لوري حمايه کېږي خو دغه اختلافات يوازې او يوازې پر ملا اختر محمد منصور فشارونه دي.»
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین