۰
پاکستان:

د بډه بېرې برید په افغانستان کې پلان شوی و

شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۲۰
په داسې حال کې چې پاکستاني طالبان د پېښور په بډه بېره کې د پاکستان پر یوې هوايي پوځي اډې د برید مسؤولیت پر غاړه اخیستی د پاکستان پوځ تور پورې کړی، چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی او له هغه ځایه رهبري کېده.
د بډه بېرې برید په افغانستان کې پلان شوی و
په داسې حال کې چې پاکستاني طالبان د پېښور په بډه بېره کې د پاکستان پر یوې هوايي پوځي اډې د برید مسؤولیت پر غاړه اخیستی د پاکستان پوځ تور پورې کړی، چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی او له هغه ځایه رهبري کېده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پېښور د بډه بېره په هوايي اډه تېره ورځ د وسله والو له خوا برید وشو، چې په کې د امنیتي کسانو په ګډون ۳۰ تنه و وژل شول او ۲۵ تنه نور ټپیان شول.
د دغه برید مسؤولیت پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې برید د ځانمرګو د کنډک له خوا تر سره شوی دی.
د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په یوه برېښنالیک کې رسنیو ته ویلي چې برید کوونکي په دوو موټرو کې اډې ته ورغلي او په "اسانۍ" سره اډې ته ننوتي دي.
نوموړی زیاته کړې، چې برید کوونکي یې په ښو وسلو سمبال او په دوو ودانیو کې د هوايي ځواک د افسرانو په همکارۍ اډې ته ورغلي.
خو د پاکستان پوځ تور پورې کړی، چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی او له همغه ځایه رهبري کېده.
د پاکستان د پوځ د رسنیو د څانګې مشر جنرال عاصم باجوه رسنیو ته وویل چې په دې برید کې ۲۹ تنه وژل شوي چې ۲۳ یې د پاکستان د هوايي ځواک غړي دي، درې پوځیان او درې نور ملکیان دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ۱۳ حمله کوونکي په بډه بېره کې د پوځ د هوايي ځواک اډې ته له راکټونو او نورو وسلو سره ننوتل او د پاکستان د هوايي ځواک پر پرسونلو یې ډزې پیل کړې.
د هغه په وینا برید کوونکو غوښتل چې ځانونه هستوګنځایونو او حساسو سیمو ته ورسوي خو پرې نښودل شول چې نژدې راشي بناً مجبوره شول چې له پنځوس مترۍ څخه ډزې وکړې.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دغه ادعا په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د ترهګرۍ قرباني دی او لا هم په دې برخه کې قرباني ورکوي.
پاکستان دغه ادعا پر داسې مهال کوي، چې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ګڼو خونړیو پېښو عامل پاکستان ګڼ شوی دی.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین