۰

امریکا په سعودي د میلیونونو ډالرو وسلې پلوري

پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۳۸
د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ اداره وايي، امریکا به په سعودي عربستان د ۱.۷۵ ملیارد ډالرو وسلې وپلوري.
امریکا په سعودي د میلیونونو ډالرو وسلې پلوري

د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ اداره وايي، امریکا به په سعودي عربستان د ۱.۷۵ ملیارد ډالرو وسلې وپلوري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، چې سعودي ته د وسلو په ورکړې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاه شوې ده.
د یادې ادارې له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې سلا شوی، چې سعودي عربستان ته د ۲۰۲ پاپریوټ توغندي ورکړي.
دغه اداره په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې معامله کې به سعودي ته نور توغندي هم ورکړل شي، چې د ټول ټال معاملې ارښت ۱.۷۵ میلیارد ډالر اټکل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي«د دغې معاملې هدف د دولت د دفاع پیاوړي کول دي، چې د هېواد په اقتصادي غوړېدو او په سیمه کې پر سیاسي ټیکاو هم څرګنده اغېز کولی شي.»
یاده اداره زیاتوي، چې دا ګام په سیمه کې د یوې موازي قومي د رامنځ ته کولو په هدف نه دي اخستل شوی.
باید وویل شي، چې امریکا په ۲۰۱۰ کال کې چې اوباما ولسمشر وو پر سعودي عربستان د پوځي وسایلو پلور ته چمتوالی ښودلی وو.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین