۰

ایساف خپل پنځه سرتېري وژلي دي

سه شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۱
په افغانستان کې مېشت ایساف ځواکونه وايي، خپل پنځه سرتېري یې د یوه هوايي برید پر مهال وژلي دي
ایساف خپل پنځه سرتېري وژلي دي

په افغانستان کې مېشت ایساف ځواکونه وايي، خپل پنځه سرتېري یې د یوه هوايي برید پر مهال وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ایساف له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه پېښه تېره ورځ د افغانستان په سویل زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
ایساف په دې خبرپاڼه کې د وژل شویو سرتېرو هویت د خپلې پالیسۍ له مخې نه دی په ډاګه کړی، خو وايي کېدای شي دغه سرتېري یې په هوايي برید کې وژل شوي وي.
ایساف زیاته کړې، چې په دې اړه پلټنې روانې دي.
بل

دی وايي، چې د نښتې پر مهال ایساف ځواکونو له هوايي ځواک څخه مرسته غوښتې چې د هغوی له غوښتنې سره سم الوتکو په غلطۍ سره په خپلو سرتېرو بمبار کړی او پر مهال یې خپل پنځه سرتېري او د ملي اردو یو تن سرتېری وژلي دي.
خوا د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني ویلي، چې تېره شپه د زابل د ارغنداب ولسوالۍ په ګیزک سیمه کې د ایساف ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې.
دی وايي، چې د نښتې پر مهال ایساف ځواکونو له هوايي ځواک څخه مرسته غوښتې چې د هغوی له غوښتنې سره سم الوتکو په غلطۍ سره په خپلو سرتېرو بمبار کړی او پر مهال یې خپل پنځه سرتېري او د ملي اردو یو تن سرتېری وژلي دي.
د ښاغلي روغ ليوني په برخه کې ددي پېښي په اړه نور تحقيقات روان دي تر څو د پېښي نوري خواوي هم معلومي سي.
ايساف يوازي د خپلو سرتېرو د وژل کيدو پخلى کړى دى خو په دي تړاو يې نور جزيات نه دي ورکړي.
دا لومړى ځل نه دى چې ايساف هوايې ځواکونه خپل سرتېري تر بريد لاندي نيسي بلکي وړاندي هم ورته پېښي سوي او پر مهال يې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي.
وسله والو طالبانو هم ویلي، چې د دوی او ایساف ځواکونو تر منځ نښته شوې، او ایساف په هوايي برید کې خپل پنځه سرتېري وژلي دي.
جمهور آژانس: زابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین