۰

د طالبانو د مشر لخوا په څو ولایتي ادارو کې نوې ګمارنې

شنبی ۶ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۲۹
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپل نوي فرمان کې د دې ډلې تر کنټرول لاندې په څو ولایتي ادارو کې نوې ګمارنې کړې دي.
د طالبانو د مشر لخوا په څو ولایتي ادارو کې نوې ګمارنې
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپل نوي فرمان کې د دې ډلې تر کنټرول لاندې په څو ولایتي ادارو کې نوې ګمارنې کړې دي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن شنبه (د غوايي ۶ مه) په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دې ډلې غیر حاضر مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د زابل ولایت پخوانی والي مولوي حزب الله افغان د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو د عمومي رییس په توګه ټاکلی دی.

د طالبانو مشر د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو پخوانی مشر ملا شیر محمد شریف د زابل د والي په توګه، د تخار ولایت د پولیسو پخوانی قوماندان ملا جان محمد حمزه د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د ریاست د مشر په توګه او د سرپل ولایت د استخباراتو پخوانی مشر مولوي سیف الله د بلخ ولایت د حیرتان بندر د کمشنر په توګه ټاکلي دي.

د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د ریاست پخوانی رییس مولوي عبیدالله د بلخ ولایت د خیر د ترویج، د بدۍ د مخنیوي او د شکایتونو د اورېدو د ادارې د مشر په توګه ټاکل شوی دی، او د بلخ ولایت د حیرتان بندر پخوانی کمیشنر مولوي حسین الله زاهد د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي