۰

میدان وردګ او فاریاب؛ په ۲ جلا ترافیکي پېښو کې ١٤ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۴ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۴۷
د میدان وردګو ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د کابل–کندهار پر لويه لار د سید اباد ولسوالۍ په سیسۍ سیمه کې د فلډر موټر د چپه کېدو له امله ۸ کسان ټپيان شوي دي.
میدان وردګ او فاریاب؛ په ۲ جلا ترافیکي پېښو کې ١٤ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
د میدان وردګو ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د کابل–کندهار پر لويه لار د سید اباد ولسوالۍ په سیسۍ سیمه کې د فلډر موټر د چپه کېدو له امله ۸ کسان ټپيان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ورته وخت کې، د فاریاب ولایت د خانچهارباغ ولسوالۍ په حدبخش سیمه کې بیا د یوه ټېلر او سراچې موټر د ټکر له کبله ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې ټپیان د اړوند سیمو نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. ځايي چارواکو ویلي، چې دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي