د افغانستان لپاره د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي خبر ورکړی، چې د افغانستان له ۲۰۰ تنو داخلي او نړیوالو سوداګرو، اقتصادي فعالانو او پانګهوالو جوړ ستر پلاوی به د «ایران اکسپو ۲۰۲۵» نندارتون کې ګډون وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د راپور له مخې، ددغه پلاوي مشري به د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت مرستیال کوي او د دغه سفر موخه د تهران او کابل ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول او پیاوړي کول دي.
روستایي، چې په کابل کې د ایران د سفارت غړی دی، وویل چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړي به هم د ددغه نندارتون برخه وي.
جمهورخبري آژانس