۰

طالبان: ډېر ژر به روسیه کې زموږ د استازیتوب لپاره یو لوړ پوړی دیپلومات وټاکل شي

پنجشنبه ۴ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۳۱
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د روسیې د منع شویو ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د لرې کولو هرکلی وکړ او اعلان یې وکړ چې ډېر ژر به په مسکو کې د دې ډلې د استازیتوب لپاره یو لوړ پوړی ډیپلومات معرفي شي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې د فدراسیون د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د روسیې د وروستي اقدام ستاینه وکړه چې د هیواد د منع شویو ډلو له لیست څخه یې د "طالبانو ډلې" نوم لرې کړ.

هغه دا پریکړه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لاره کې د خنډونو د لرې کولو لپاره یو مهم ګام وګڼلو. متقي همدارنګه له روسیې څخه مننه وکړه چې په مسکو کې یې د سفیر په کچه د طالبانو یو ډیپلومات ومانه او ژمنه یې وکړه چې طالبان به ډیر ژر په مسکو کې د دوی استازیتوب لپاره یو لوړ پوړی ډیپلومات معرفي کړي.

ضمیر کابلوف دا هم وویل چې له طالبانو سره د اړیکو پراخول د روسیې لپاره خورا مهم دي او د هیواد وروستي اقدامات د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه دي.

هغه اعلان وکړ چې راتلونکې می میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او طالبانو ترمنځ د دایمي دوه اړخیز کمیسیون د پیل لپاره یوه ځانګړې غونډه جوړه شي.

کابلوف د طالبانو او روسیې فدراسیون ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او دا پرمختګونه یې د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د نوي پړاو پیل وباله.

د روسیې له خوا د منع شویو کسانو له لېست څخه د طالبانو لرې کول په داسې وخت کې راځي چې هیڅ هیواد دا ډله د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه ده پیژندلې.

دا وضعیت هغه ډیپلوماټیکې ننګونې منعکسوي چې طالبان د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په برخه کې ورسره مخ دي. ځینو هیوادونو، لکه چین، روسیه او ایران، له طالبانو سره محدود عملیاتي اړیکې جوړې کړې دي، خو دا اړیکې رسمي پیژندنه نه جوړوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي