۰

پاکستان؛ پرون څه باندې ۹۰۰افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي

دوشنبه ۱ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۱۶
د پاکستان حکومت پرون د تورخم له لارې څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.
پاکستان؛ پرون څه باندې ۹۰۰افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي
د پاکستان حکومت پرون د تورخم له لارې څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کډوالو په دغه جوپه کېد اې سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغانان شامل دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې ۴۵۳ د ACC کارت لرونکي او ۴۵۱ نور افغان کډوالو چې اسناد یې نه درلود، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

په علامیه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال د خېبرپښتونخوا له بېلابېلو سیمو د جبري بېرته ستنولو کمپ ته استول شوي وو.

د مالوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې ۴۹,۸۰۴ غیرقانوني افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي