۰

نورستان؛ د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت بیروج پلورل شوي

یکشنبه ۳ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۲۹
د نورستان ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یو ځل بیا د بولۍ له لارې قیمتي ډبرې ( بیروج) پلورل شوي دي.
نورستان؛ د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت بیروج پلورل شوي
د نورستان ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یو ځل بیا د بولۍ له لارې قیمتي ډبرې ( بیروج) پلورل شوي دي.

د جمهور اژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ازادې بولۍ له لارې ۱۵کیلو بیروج د ۱۰ میلیونه ۹۴۲ زره افغانیو په ارزښت وپلورل شول.

د مسوولینو په خبره د دې بولۍ له لارې یو میلیون او ۹۴ زره افغانۍ عواید ترلاسه شوي، چې د دولت خزانې ته به وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي