۰

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۳ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۲۷
د بدخشان ولایت ځايي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د راغستان او یفتل‌پایان ولسوالیو ترمنځ د یوې ترافیکي پېښې له کبله ١٢ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
بدخشان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بدخشان ولایت ځايي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د راغستان او یفتل‌پایان ولسوالیو ترمنځ د یوې ترافیکي پېښې له کبله ١٢ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامگار رسنیو ته ویلي، چې پېښه پرون ناوخته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو لند کروزر ډوله موټر د یفتل ولسوالۍ په سیمه کې له سړکه واوښت.

د نوموړي په خبره، موټر له راغستان ولسوالۍ څخه د فیض‌آباد ښار پر لور روان و. په پېښه کې یوه ښځه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ځایي امنیتي مسوولینو په خبره، ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي