۰

د طالبانو ټولګټو وزارت: تېر کال مو د ۱۹۸ پروژو چارې پیل کړې دي

یکشنبه ۳ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۲۰
ټولګټو وزارت تېر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۹۸ پراختیایي پروژو چارې پیل کړې.
د طالبانو ټولګټو وزارت: تېر کال مو د ۱۹۸ پروژو چارې پیل کړې دي
ټولګټو وزارت تېر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۹۸ پراختیایي پروژو چارې پیل کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت د ۱۴۰۳ کال د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو په تړاو خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې یادو پروژو کې ۵۴ د سړکونو او اوسپنې پټلۍ، ۱۶ د ټرافیکي اشارو د فعالولو، ۱۴ د جوماتونو جوړولو، ۱۴ د واورې پاکولو، ۴۳ د سړکونو د خوندیتوب او څارنې او ۶۰ نورې یې د توکو د تدارکاتو په برخو کې دي.

د خپر پاڼې له مخې د کابل – کندهار لویې لارې د لومړۍ او دویمې طبقې چارې بشپړې شوي او د درېیمې به یې هم روان کال کې بشپړې شي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي