د طالبانو ډلې اعلان وکړ چې متحده ایالاتو د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت پر سرپرست سراج الدین ایښی ۱۰ ملیون ډالرو انعام لغوه کړی دی.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د سراج الدین حقاني یو له نږدې کسانو څخه محمد جلال د شنبې په ماښام (د وري په ۲ مه) په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "انعامونو لپاره عدالت" پروګرام له رسمي ویب پاڼې څخه د سراج الدین حقاني نوم لرې کړی دی.
طالبانو لیکلي چې دا عمل د هغه په اړه د معلوماتو لپاره د ۱۰ ملیون ډالرو انعام لغوه کول دي.
امریکا د حقاني شبکې د نورو مهمو غړو عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني په اړه د پنځو ملیونو ډالرو انعام هم لغوه کړی او د دوی نومونه هم له اړوندې ویب پاڼې څخه لرې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې سراج الدین حقاني د امریکا لخوا د وژونکو ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو له امله په تور لیست کې شامل شوی و، او امریکا د هغه پر سر لس میلیونه ډالر انعام ټاکلی و.
جمهورخبري آژانس