۰

طالبان:تیر کال له ۱۵۰،۰۰۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو ته بشري مرستې وېشل شوې

شنبی ۲ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۰۹
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې تیر کال یې له ۱۵۰،۰۰۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ویشلي دي.
طالبان:تیر کال له ۱۵۰،۰۰۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو ته بشري مرستې وېشل شوې
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې تیر کال یې له ۱۵۰،۰۰۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ویشلي دي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن، شنبه (دوري ۲مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تیر کال په اوږدو کې، د ۲۸ ولایتونو کې له ۱۵۰،۰۰۰ څخه زیاتو بې ځایه شویو کورنیو، راستنیدونکو، د طبیعي پیښو قربانیانو، بې وزلو، معلولینو، اړمنو، معلولینو او مستحقو کورنیو سره د کډوالو چارو وزارت د دوهم واحد له لارې مرسته شوې ده.

طالبانو ویلي چې د ننګرهار، سرپل، غور، پکتیکا، بلخ، جوزجان، کابل، بغلان، غزني، سمنګان، لغمان، بادغیس، کاپیسا، پکتیا، هلمند، زابل، کندهار، لوګر، کندز، فاریاب، دایکندي، فراه، خوست، میدان وردګ، بدخشان، بامیان، ارزګان او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د یو شمیر ملي او نړیوالو مرستندویه سازمانونو په همکارۍ ۱۵۷،۹۵۰ کورنیو سره مرسته کړې ده.

په دې مرسته کې نغدي پیسې، خواړه، روغتیايي کڅوړې، جامې، خیمې، د پخلنځي وسایل، د کار وسایل او شیدې ورکوونکي وزې شاملې وې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي